د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د پکتیکا او غزني ولایتونو له زندانونو لیدنه وکړه
د زندانونو چارو د سمون ادارې د رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د داخلي تفتيش د رئیس محترم مولوي ضيأالرحمان "سعيد" په مشرۍ یوه پلاوي پکتیکا او غزني ولایتونو ته سفر وکړ او هلته یې د یادو ولایتونو د زندانونو له مسوولینو سره په لیدنه کې پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې. همداشان، پلاوي د پکتیکا او غزني ولایتونو د زندانونو له مسوولینو سره په دې خبرو کې د ادارې د رهبرۍ له خوا د چارو ښه پرمخ وړلو او د نوموړو ولایتونو د بندیانو ستونزو او غوښتنو ته د رسېدنې په اړه پیغام او لارښوونې شریکې کړې. داراز، د محترم سعيد په مشرۍ پکتیکا اوغزني ته په سفر تللي پلاوي د دغو ولایتونو د زندانونو له کاري او اداري برخو، تعمیراتي چارو او د پرسونل او بندیانو لپاره د روغتیايي، اعاشوي، اباتوي، د پخلنځي او نورو اړتیا وړ برابرو شويو توکو او امکاناتو څخه ارزونه وکړه او ډاډ یې ترلاسه کړ. په ورته وخت کې، پلاوي د نوموړو ولایتونو د زندانونو ښوونیزې او روزنیزې چارې له نږدې وڅارلې او د لا ښه والي لپاره یې مربوطه مسوولین ځیر کړل. د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین، تل د ازادۍ سلب د ټولو مرکزونو د ارزونې او په ترڅ کې یې د لاسته راوړنو تقویت او د ستونزو حل خپل مسوولیت ګڼي او په دې برخه کې خپلو کوښښونو ته دوام ورکوي. رجب المرجب ۱/ ۱۴۴۴ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست
