د ایران هېواد له خوا ۲۷۷ تنه افغان بندیان د افغانستان د زندانونو چارو د سمون ادارې ته وسپارل شول

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۵ - ۱۶:۱۴
ایران

د روان ۱۴۴۴ سپوږمییز کال د شعبان المعظم میاشتې په ۳مه د اسلامي امارت د لوی څارنوال محترم شمس الدین "پهلوان" په مشرۍ او د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" او یو شمېر نورو چارواکو په ګډون یو پلاوی ایران ته په رسمي سفر ولاړ او هلته یې د افغان بندیانو د وضعیت او هېواد ته یې د رالېږدولو په اړه له ایراني چارواکو سره خبرې اترې وکړې.
په همدې لړ کې او د یاد پلاوي په هڅو نن(دوشنبې) د ایران له لورې (۲۷۷) تنه هغه افغان بندیان، چې د بېلابېلو جرمو په تور نیول شوي وو، د جرمي دوسیو او بشپړو معلوماتو سره یو ځای د ایران د زندانیانو د لېږد کمېټې د مسؤول محترم عبدالهي د ایران د زندانونو د قضايي سازمان ادارې د رئیس محترم جلالي او یو شمېر نورو ایراني چارواکو په شتون کې د یوې هوکړې پربنسټ، د افغانستان د اسلامي امارت د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم محمدیوسف "مستري" ته په داسې حال کې، چې په ایران کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت سرپرست محترم مولوي فضل محمد "حقاني"، د بهرنیو چارو وزارت استازي محترم مولوي شېراحمد عمار، د اسلامي امارت د قضايي او عدلي اورګانونو استازو او د زندانونو چارو د سمون ادارې د روغتیا رئیس محترم مولوي سجاد، د هرات ولایت د زندان د رئیس محترم مولوي محمد نبي "خلیل"، د ادارې یوشمېر نورو مسوولینو او د عامې روغتيا محترم وزارت د زندانونو د روغتيايي برخې امر ډاکټر کريم الله"مهربان" هم شتون درلود، د اسلام قلعه بندر له لارې راستانه او وسپارل شول.
همداشان، د ایراني پلاوي له خوا هغه نغدې پیسې چې په دغو بندیانو پورې یې اړه لرله افغان پلاوي ته وسپارلې او افغان لورې هم ژمنه وکړه، چې په پوره امانتولۍ به یې ورته ورکړي.
یادو بندیانو ته لومړی د دغې ادارې د روغتیا ریاست د مسوولینو او د هرات ولایت د زندان د روغتیا امریت د طبي پرسونل له خوا د کورونا معاینه وشوه، څو شکمن کسان ترې جلا او کرنتین شي، چې د دې په بهیر په ترڅ کې پر کورونا ناروغۍ اخته دوه تنه افغان بندیان تشخیص او کرنتین شول. 
تر دې معاینې وروسته نوموړي بندیان د هرات ولایت د زندان د نظامي موظفینو له خوا ځانګړي شوي ځای ته راوستل او ورته ځینې خوراکي توکي ورکړل شول. 
د یادونې وړ بولو، چې له ایران څخه په رالېږدول شویو(۲۷۷) تنو افغان بندیانو یوشمېر ښځینه بندیانې هم وې، چې د سپارلو بهیر په بشپړېدو سره به د کلکو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې د هرات ولایت زندان ته ولېږدول او مناسبې اسانتیاوې به ورته برابرې شي.

شعبان المعظم ۱۳/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۱
Background image

کورس یک ماهه آموزشی برای پرسونل نظامی اداره زندان ولایت بادغیس تدویر گردید.

مسئولان میگویند: به منظور ارتقأی ظرفیت مسلکی، افزایش سطح آگاهی و تقویت مهارت های وظیفوی پرسونل نظامی، کورس آموزشی یک ماهه برای افسران، ساتنمنان و سربازان اداره زندان ولایت بادغیس آغاز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۲۸
Background image

"۴۰" تن  از پرسونل زندان ولایت هرات بعد از یک دوره آموزشی سند فراغت شانرا بدست آورند.

درین محفل که محترم شیخ نوراحمد "اسلام‌جار" والی ولایت هرات و تعدادی دیگری از مسوولین آن ولا اشتراک نموده بودند، طی صحبت‌های شان گفتند: هدف از نگهداری زندانیان تنها مجازات آنان نیست،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

سمینار یک ماهه به منظور آموزش دسپلین نظامی و ارتقا ظرفیت کارمندان نظامی، ازسوی قومندانی واحد تعلیم تربیه نظامی اداره تنظیم امور زندان ها تدویر یافت.

در محفل افتتاح این سمینار، محترم قاری رحمت الله " گلزاد" رئيس دفتر مقام، محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" رئیس ارکان معاونیت امور نظامی، محترم مولوی ضیأالرحمن "سعید" رئيس مالی وبودجه. . .

BACK TO NEWS