د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د کابل له نشه يي توکو سره د مبارزې توقيفخونې څخه ليدنه وکړه

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۷ - ۱۰:۳۸
jتربیت

د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام د سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا" په مشرۍ یو پلاوی د کابل ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې توقیفخونې ته ولاړ او هلته یې له مسوولينو او پرسونل سره په خبرو کې پر اړوند موضوعاتو بحث وکړ.
په ورته وخت کې یاد پلاوي د نوموړې توقیفخونې له توقیفیانو سره هم ولیدل، هغوی ورته د مسوولینو له خوا د ښه چلند په اړه  دخوښۍ په څرګندولو سره خپلې ستونزې او غوښتنې بیان کړې چې د پلاوي له لورې ورسره ژمنه وشوه څو یې د حل لپاره د ادارې رهبري پرې خبره کړي. 
همداشان، پلاوي د دغې توقيفخونې د پخلنځي، کانتين او د هغه نرخونو، کلينيک، امنيتي پوستې، ټاورونه، قراولونه او نورې بېلابېلې برخې وارزولې او ځینو ستونزو ته د رسېدنې لپاره یې اړوندو مسوولینو سره سلا مشورې وکړې.

شوال المکرم ۷ /۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۹:۳۲
Background image

د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر نوي امر په دنده پیل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم"طارق" په داسې حال کې چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د کارکوونکو رئیس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۱۱
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي محبس ښوونیز او روزنیز بهیر ارزونه وکړه

 

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر په داسې حال کې چې د دغې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد ناصري، د نوموړي زندان رئیس محترم مولوي عبدالمالک خاکسار او یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۲:۲۴
Background image

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د محجوزینو لپاره (د ټولنې اړتیا ځوانانو ته) تر نوم لاندې  یو ورځیني سمینار ترسره شو  

د دغه مرکز د رئیس محترم مولوي شرافت الله حقاني په وینا نن ورځ یې د دې مرکز د محجوزینو لپاره (د ټولنې اړتیا ځوانانو ته) تر نوم لاندې  یو ورځیني سمینار چې په کې مختلف اصلاحي لارښوونې او د. . .

BACK TO NEWS