د کندهار ولایت د سپین بولدک په ولسوالۍ کې د یوې نوې توقیفخونې د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

news_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۶ - ۱۱:۴۲
کندهار

د زندنو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه او د توقیفیانو د ډېروالي او د ځای د کمښت له امله پرېکړه وشوه، چې د کندهار ولایت سپین بولدک په ولسوالۍ کې د توقیفخونې یوه بله ودانۍ جوړه او لازم امکانات ورته برابر شي.
په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د کندهار ولایت د زندان رئیس محترم ملا نعمت الله  "سراجي" د دې ولایت د ښاري محکمې محترم رئیس قاضي دوست محمد، د یادې ولسوالۍ ولسوال محترم ملا اغا، امنیه قوماندان محترم محمود اغا او یو شمېرنورو مسوولینو ګډون درلود.
د کندهار ولایت د زندان رئیس محترم ملا نعمت الله "سراجي" وویل چې دغه ودانۍ ۵ خونې، یو هال او نور د اړیتا وړ ځایونه په کې شامل دي چې د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي مټ ۲.۳ میلیونو افغانیو په لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړیږي. 
د یادولو وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین ژمن دي څو په دوامداره توګه د هېواد د مرکز او ولایاتو له زندانونو او توقیفخونو څخه لیدنه او په هره برخه کې یې ستونزو او اړتیاوو ته پروخت رسېدنه وکړي. 

شوال المکرم ۱۶/  ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۴۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس د هرات ولایت د زندان له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړله

محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" تېره ورځ هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له زندانه د لیدنې پرمهال د یاد زندان اداري، امنیتي او خدماتي چارې له نږدې وارزولې.

داراز، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۲۱
Background image

د بامیان ولایت د زندان د زندانیانو لپاره د یو جومات د بیا رغونې چارې بشپړې او  ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بامیانو ولایت د زندان رئیس محترم مولوي عبدالرحیم "احمد" وايي، د نوموړي جومات د بیا رغونې او رنګولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، نن(چهارشنبې) پایته ورسېدې.

د هغه په وینا، له یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

BACK TO NEWS