د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د کندز، بدخشان، تخار او بغلان ولایتونو له زندانونو لیدنه وکړه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد يوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د مرکزي برخې د استازي محترم قاري رحیم الله "مدني" په مشرۍ، د مولوي حبیب الله"نافذ" او د مولوي عمر خان په ګډون یوه پلاوي کندز، بدخشان، تخار او بغلان ته د سفر پرمهال د نوموړو ولایتونو له زندانونو لیدنه وکړه او له مسوولینو او پرسونل سره يې د يادو زندانونو پر تخنیکي او نورو اړوندو چارو بحث وکړ.
په ورته وخت کې، د محترم قاري مدني په مشرۍ پلاوي د یادو ولایتونو د یو شمېر ولسوالیو له توقیفخونو هم لیدنه کړې او هلته یې له مسوولینو سره د توقیفیانو د وضعیت د لا ښه والي په موخه خبرې اترې کړي دي.
همداشان، دغه پلاوي د نوموړو زندانونو له زندانیانو سره په کتنه کې د هغوی د خوړو(اعاشې)، اباتې، پخلنځي او تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت ارزولی او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په اړه يې معلومات راټول او له هغوی سره یې ژمنه کړې ، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري به پرې خبروي، څو یې په مرکز کې حللاره پیدا او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.
ذوالحجه ۸/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت