د تفتیش عالي ادارې پلاوي د زندانو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ سره د خپلې پلټنې پایلې او سپارښتنې شریکې کړې

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۸ - ۱۷:۲۷
تفتیش

د زندانونو چارو د سمون ادارې د غونډو په تالار کې نن(چهارشنبې) د دغې ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په مشرۍ او د نظامي چارو د مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده"، د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال مولوي اسدالله "مولانا"، د ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، او د ادارې یو شمېر نورو ملکي او نظامي مسوولینو او د تفتیش عالي ادارې د پلاوي په ګډون یوه ناسته جوړه شوه.
په دې ناسته کې د یاد پلاوي له خوا چې مشري یې محترم مولوي فضل احمد "احمدي" کوله، د زندانونو چارو د سمون ادارې د مرکزي ریاستونو د مالي او نورو بېلابېلو برخو د درې میاشتینۍ ارزونې او پلټنې د موندنو پایلې شریکې شوې.
په ورته وخت کې، د دغې ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" د یادې ناستې پرمهال د ادارې پرسونل ته په خطاب کې وویل: «ستاسو دندې یو نه لیدونکی امانت دی، خو پایلې یې باید مثبتې، د لیدلو وړ او ملموسې وي».
محترم مولوي محمد یوسف "مستري" زیاته کړه، د ادارې رهبري هڅه کوي چې هر ملکي او نظامي مسئول او پرسونل ته د وړتیا او شایستګۍ پربنسټ کاري مسوولیتونه وروسپاري، نو باید یې په ورین تندي ومني او په ښه ترسره کولو یې ځانونه له دنیوي او اخروي نېکمرغیو څخه برخمن کړي. 
په ورته وخت کې، د تفتیش عالي ادارې د پلاوي مشر محترم مولوي فضل احمد "احمدي" دې ناستې ته په خپلو خبرو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې په تشکيل کې د ځوان، مسلکي او ښه کاري ظرفيت لرونکي پرسونل پر شتون خوښي وښوده او ويې وویل: «زمونږ د درې میاشتنۍ  ارزونې او تفتیش پایلې ښيي چې د زندانونو چارو د سمون ادارې چارې او فعالیتونه د ژمنو، مخلصو، رېښتینو، علم پالو او مجاهد پرسونل له خوا  په شفافه، منظمه او ګټوره توګه پر مخ وړل کېږي».  
نوموړي زیاته کړه، اوسنی اسلامي نظام د عالمانو، حافظانو، مجاهدینو او د افغانستان د متدینو ولسونو په قربانۍ رامنځته شوی، نو په دې مسلمانه ټوله کې مقام او منصب یو الهي(ج) امانت دی او هر افغان مسلمان ته چې په غاړه شوی، باید د حضرت محمد(ص) د امتي په توګه د هغې د ښې ساتنې او ګټورې استفادې پرمټ دې د هغه(ص) د امین ولۍ له صفته ځان برخمن کړي.
همداشان، د تفتیش عالي ادارې پلاوي د زندانونو چارو د سمون ادارې په ځینو برخو کې د ځینو کاري نېمګړتیاوو یادونه او د هغو د سمون اړوند سپارښتنې هم وکړې، چې د ادارې د رهبرۍ او مسوولینو له خوا دې نیمګړتیاوو ته د دوی د پام رااړولو له امله د مننې ترڅنګ پلاوي سره ژمنه وکړه، چې په دې برخه کې به کوټلي، ګټور او چټک ګامونه پورته کوي. 
د ناستې په پای کې د وطن او اوسني اسلامي نظام د فلاح لپاره د خیر دعا وشوه.

د محرم الحرام ۲۳/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

BACK TO NEWS