د بامیان د زندان مسوولینو د یوناما دفتر له پلاوي سره وليدل

د دغه ولایت د زندان مسوولینو تېره ورځ د ښاغلي بنجیمن کلراک په مشرۍ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندویه ماموریت "یوناما" د بشري حقونو د برخې له پلاوي سره ولیدل او د زندانیانو د ژوندانه د وضعیت، د هغوی د بشري حقونو د خوندیتوب او په نورو اړوندو موضوعګانو یې خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي د نوموړي زندان له زندانیانو سره هم لیدلي او د هغوی لپاره یې د ښو خدماتو او اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه له مسوولینو د مننې ترڅنګ، له خپله اړخه هم ورسره د نورو مرستو او همکاریو ډاډ ورکړی دی.
صفر المظفر ۶/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو اوعامه اړیکو امریت