د خوست ولایت د زندان نوی امر وگمارل شو

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۹ - ۱۳:۲۹
khust

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو د مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د خدماتو د رئیس محترم مولوي عبدالمالک "خاکسار"، له عدلي او قضايي اورګانونو سره د اړيکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق" او د پالېسۍ او مسلکي چارو  معاونیت د دفتر امر محترم خلیل الله "بکتاش" په ګډون څلور کسيز پلاوي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت د زندان پرسونل او مسوولينو ته محترم مولوي ذبیح الله "طلحه" د نوي امر په توګه معرفي او د دعا په کولو یې د خدای(ج) له درباره ورته په چارو کې د بریا او پرمختګ هیله وکړه.

همداشان، محترم همدرد د یاد امریت له پرسونل څخه له نوي امر سره د پوره همکارۍ او چارو ښه پرمخ وړلو توصیه وکړه، چې د نوموړي پرسونل له خوا هم د دوی له اړخه د هرراز همکارۍ ژمنه وشوه.

همداراز، محترم قاري همدرد په مشرۍ پلاوي د یاد زندان مسوولينو سره په لیدنه کې د دوی د ځېنو ستونزو د حل په تړاو لازمې لارښوونې وکړې او له دوی څخه یې وغوښتل څو له زندانیانو سره د ښه چلند ترڅنګ د هغوی ستونزو ته هم پر وخت رسېدنه وکړي.

داراز، پلاوي د نوموړي ولایت  له زندانیانو سره په کتنه کې د هغوی ستونزي او غوښتنې له نږدې واورېدې، چې دغو زندانیانو له دوی سره د مسوولینو چلند ښه یاد کړ او د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه یې وکړه.

په پای کې، محترم قاري همدرد په مشرۍ پلاوي د خوست ولایت د زندان اداري شعبې، د تلاشۍ ځایونه، د سکن ماشینونو او د زندانیانو لپاره د خوړ ( اعاشې) اباتې، پخلنځی، برېښنا، تعمیراتي او روغتیایي چارې له نږدې ولیدلې او د شته ستونزو د حل لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لارښوونې وکړې.

 

صفرالمظفر ۲۴/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۶:۲۹
Background image

د زندنونو چارو د سمون ادارې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري روزنې په موخه شپږ ورځینی ښوونیز او اصلاحي سمینار پای ته ورسېده

د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست او د تنویر فکري او فرهنګي خپرندویې ټولنې سره په ګډه همکارۍ چې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس د محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۹:۳۲
Background image

د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر نوي امر په دنده پیل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم"طارق" په داسې حال کې چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د کارکوونکو رئیس. . .

BACK TO NEWS