د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د پروان ولایت له زندان لیدنه وکړه

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۷ - ۱۴:۸
سفر معاون نظامی

د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د ادارې له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د پېژند عمومي مدیر محترم مولوي شامحمد "مفکر" او  یو شمېر نور مسوولین هم ورسره وو پروان ولایت ته په سفر ولاړ او هلته یې د یاد زندان او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز له مسوولینو سره د کتنې په ترڅ کې د زندان د عمومي وضعیت په اړه پوښتنې وکړې.
داراز، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د دې زندان له زندانیانو سره هم ولیدل چې هغوی هم له دوی سره د مسوولینو چلند د ښه یادولو تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شریکې کړې چې د پلاوي له لوري ورته په دې برخه کې د رسېدنې ډاډ ورکړل شو.
داراز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر په مشرۍ پلاوي د پرسونل او زندانیانو لپاره د خوړو(اعاشې)، اباتې، پخلنځي او روغتیایې برخو څخه د لیدنې ترڅنګ یې د دې زندان د امنیتي ټاورونو، قراولونو، پوستو او نورو امنیتي برخو وضعیت له نږدې وارزاوه او  د زندانیانو لا خوندي امنیت په پار یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
په پای کې، د ادارې د خوندیتوب او  د کارکوونکو د دقیقې پژندنې په پار د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي معاونیت له لورې د یاد ولایت د زندان ملکي او نظامي پرسونل بایو مټریک هم ترسره شو.
د یادولو وړ ده، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولین، په دوامدار ډول د هېواد زندانونو د وضعیت ارزول، د مثبتو چارو غښتلتیا او ستونزو ته یې پروخت رسېدنه خپل مسوولیت ګڼي. 

ربیع الثاني ۲۴/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

BACK TO NEWS