د خوشې شویو بندي مجاهدینو د ستونزو د حل رئیس د کورنیو چارو وزارت له اداري مرستیال سره ولیدل

news_admin
Wed, Nov 22 2023 2:34 PM
ریاست مجاهدین

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په لارښوونه، د خوشې شویو بندي مجاهدینو د ستونزو د حل رئیس محترم ملا محمد نور "بلال شاهین"، د کورنیو چارو وزارت له اداري مرستیال محترم الحاج مولوي نور جلال "جلالي" سره ولیدل او د ځینو خوشې شویو بندي مجاهدینو د درملنې په برخه کې د اسانتیاوو او د هغوی د ګومارنو په اړه یې ورسره ‎ خبرې وکړې.‎
په ورته وخت کې، د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال له خپله اړخه د زندانونو چارو د سمون ادارې له ریاست سره د اړوندو ستونزو د هوارۍ په موخه د رسېدنې ژمنه وکړه.
 
جمادي الاول ۸/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS