د غزني ولایت د زندان رئیس او مل پلاوي یې د دې ولایت د مقر، قره باغ ،ګیلان، اندړ او ده‌یک ولسوالیو له توقیفخونو څخه ليدنه وکړه

news_admin
Sat, Nov 25 2023 2:00 PM
غزنی

د دې ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" او مل پلاوي تېره شپه د نوموړي ولایت د یادو ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال د یادو توقیفخونو له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
داراز، پلاوي د یادو ولسوالیو له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی په خپلو خبرو کې د مسوولینو له خوا د ښه چلند او برابرو شویو اسانتیاوو له امله د مننې ترڅنګ، ځینې غوښتنې لرلې چې د پلاوي له لورې د هغوی غوښتنو ته د رسېدنې، د دوی د حقونو رعایتولو او ورته د لا نورو لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.
همدا راز، یاد پلاوي د نوموړو ولسوالیو د توقیفخونو د خوړو(اعاشې)، اباتې، پخلنځيو، برېښنا او تعمیراتي او روغتیايي چارې، امنیتي ټاورونه، قراولونه او امنیتي پوستې په جلا جلا توګه وارزولې او د شتو ستونزو د حل لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې. 

جمادي الاول ۱۱/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS