د میدان وردګ ولایت د توقیفخونو د کارکونکو د ظرفیت لوړونې په موخه درې ورځینی سیمینار پیل شو

news_admin
Sun, Nov 26 2023 2:59 PM
میدان وردک

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه او د هېواد زندانونو ته د پاملرنې په لړ کې دا ځل د میدان وردګو ولایت د توقیفخونو د کارکونکو د ظرفیت لوړونې په هدف درې ورځینی سیمینار پیل شو.
د میدان وردګو د زندان د مسولینو په وینا، یاد سیمینار یې د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا پیل کړی چې له دې سره به د دې ولایت د توقیفخونو کارکونکو ته د توقیفیانو د ساتنې ل هغوی سره د ښه چلند، داعاشې‌، اباتې‌، دبندیانو‌ د انتقال، د هغوی‌ د تسلیمولو‌ طریقه ‌او ورته د غوره اسانتیاوو برابرولو تر څنګ نور د اړتیا وړ مهم موضوعات شریک شي. 

د یو بل بل خبر له مخې د پروان ولایت د اصلاح او زوزنې په مرکز کې د محجوزينو ماشومانو لپاره د موبایل جوړونې شاپ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د دې ولایت د والي مرستیال محترم مفتي محمدادریس، د پروان د زندان رئیس محترم مولوي عبدالرحیم "احمد"، د کار او ټو لنيزو چارو رئیس محترم مولوي محمدفضل، او یوشمیر نورو ملکې او نظامې مسوولینو هم شتون درلود پرانستل شو.
د ماشومانو د اصلاح او روزني مرکز مسوولین زیاتوي چې په دغه مرکز کې یې محجوزینو ته د دیني او عصري زده کړو ترخوا د حرفوي زده کړو زمینه هم بربره کړې چې مختلف شاپونه لري چې په مرسته یې محجوزینو  ته د کسب عملي زده کړې ورکول کېږي څو پر مټ یې په راتلونکي کې له ناوړه کړنو لرې خپلې کورنۍ او ټولنې ته د خدمت وړ وګرځي.               

جمادي الاول ۱۲/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS