د کندز ولايت د زندان يو تن پایواز د نشه يي توکو د لېږد په تور ونیول شو

يوتن پایواز چې غوښتل یې یو اندازه نشه یي توکي (چرس) د چپلکو په واسطه دياد ولایت زندان ته ولېږدوي، د دغه زندان د بیدارو امنیتي او کشفي اورګانونو له خوا د کره تلاشۍ پرمهال کشف، ضبط او له لېږدونکي سره یو ځای یې د یوې دوسې په ترڅ کې رسماً اړوندو برخو ته د لا نورو څېړنو لپاره وسپارل شول.
جمادي الاول ۱۳/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت