دزندانونو چارو د سمون ادارې د ارشاد او دعوت رئیس او مل پلاوي یې د کابل ولایت د نشه یي توکو سره د مبارزي توقیفخوني څخه لیدنه وکړه

news_admin
Tue, Nov 28 2023 3:09 PM
توقیف خانه

د دغې ادارې د ارشاد او دعوت رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي" او مل پلاوي یې د کابل ولایت د نشه یي توکو سره  د مبارزي توقیفخوني له مسوولینو سره په خبرو کې نوموړو ته زیاته کړه چې تاسو ته مو دا مسوولیت درسپارلی څو پرسونل او توقیفیان دیني درسونو،  اسلامي اوامرو او احکامو په هکله زده کړو  ته وهڅوئ، څو دنیاوي او اخروي ګټو څخه برخمن شي.
داراز ، نوموړي د کابل ولایت د نشه یي توکو سره  د مبارزي توقیفخوني له مسوولینو څخه و غوښتل، چې پرسونل او توقیفیانو ته په جماعت سره د لمونځونو ادا کولو سپارښتنه وکړي، چې هغوی هم په دې برخه کې له خپله اړخه د هڅو لا زیاتولو ډاډ ورکړ.

جمادي الاول ۱۴/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS