د تخار ولایت د زندان د محبوسو میندو د ماشومانو د وړکتون چارې نن رسمآ د یونیسف موسسې له لوري د دې زندان مسوولینو ته وسپارل شوې

news_admin
Sat, Dec 02 2023 2:14 PM
تخار

د دغه ولایت د زندان د محبوسو میندو د ماشومانو د وړکتون چارې چې له نن څخه د مخه په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګروملتونو صندوق یا "یونیسف" موسسې له لوري مخ ته وړل کېدې نن یې رسمآ د پرمخ وړلو پروسه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دې زندان مسوولینو ته وسپارل شوې.
د یاد زندان مسوولینو په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د نوموړې موسسې له استازو څخه په یاد مرکز کې د مرستې او همکارۍ په موخه مننه وکړه او له هغوی څخه یې په راتلونکي کې د دوامداره ملاتړ هیله وکړه.
په ورته وخت کې، یادو مسوولینو د دغه زندان ښځینه زندانیانو او د هغوی کورنیو ته ډاډ ورکړ چې د دوی ماشومانو ته به د ښوونې او روزنې ترڅنګ په زندان کې د ژوندانه غوره  اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

جمادي الاول ۱۸/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS