د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې څخه لیدنه وکړه

news_admin
Wed, Dec 06 2023 9:36 AM
توقیف

د دې ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوی د کابل ولایت مرکزي توقیفخونې ته لاړ او هلته یې د دې ولایت د توقیفخونو له رئیس محترم قاري محمدګل "جګرخون" سره په لیدنه کې په اړوندو مسایلو بحث وکړ.
یاد پلاوي د دغې توقیفخونې د روغتیايي چارو له مسوولینو سره هم ولیدل او نوموړو ته یې په خبرو کې زیاته کړه:« له توقیفیانو سره ښه چلند تر خوا د هغوی روغتیا ته د پاملرنې په هدف له هېڅ راز امکاناتو څخه درېغ ونه کړئ». 
په ورته وخت کې، د محترم مولانا په مشرۍ پلاوي د نوموړې توقیفخونې له پلورنځي څخه په لیدنه کې د نرخ نامې د ارزونې وروسته پلورونکي ته سپارښتنه وکړه څو توکي د بازار په بیه و پلوري.
داراز، پلاوي د یادې توقیفخونې له توقیفیانو سره په نږدې کتنه کې، د هغوی وضعیت وارزاوه او د اسانتياوو پر زیاتولو، ستونزو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په موخه مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.
همدا راز، پلاوي د مرکزي زندان د امنیتي ټاورونو، پوستو، او قراولونو څخه هم ولیدل او اړوند مسوولینو ته یې د امنیت د لا ټینګښت په موخه یو لړ سپارښتنې وکړې.

جمادي الاول ۲۲/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS