د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال دکابل ولایت د څرخي پله له مرکزي محبس څخه لیدنه وکړه

news_admin
Wed, Dec 06 2023 3:57 PM
ovp

د دې ادارې  د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله " بدر" او مل پلاوي یې نن (چهارشنبې) د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي محبس ته ولاړ او هلته یې د یاد محبس د ارزونې ترڅنګ له مسوولینو سره په خبرو کې د محبوسینو په ساتنه او پالنه کې د نوموړو نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وستایلې.
د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي ، د دې محبس له ملکي او نظامي پرسونل سره هم له نږدې ولیدل، د هغوي ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
داراز، پلاوي د نوموړي محبس د پرسونل او محبوسینو د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځی، ډوډۍ پخولو ځای(نانوایي)، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لارښونه وکړه څو ورسپارل شوي مسوولیتونه په پوره ریښتینولۍ سره مخ ته یوسي.
همداشان، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله " بدر"  د مرکزي محبس له امنیتي قراولونو، ټاورونو، او امنیتي پوستو څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړه او د محبوسینو د امنیت د لا ټینګښت په موخه یې امنیتي مسوولینو ته یولړ سپارښتنې هم وکړې. 

جمادي الاول ۲۲/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS