د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس د یاد ریاست اړوندو مسوولینو سره خپلمنځي ناسته ترسره کړه

news_admin
Sun, Dec 10 2023 12:41 PM
ارکان

د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" د دې ریاست مدیرانو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او په اړوندو مسایلو یې ورسره خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې د یاد ریاست مسوولینو د خپلو کاري کړنو په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ او یو لړ غوښتنې او ستونزي د نظامي چارو د معاونیت  د ارکان رئیس سره شریکې کړې.

داراز، د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس  د یاد ریاست مسوولینو کړنې وستایلې او کاري چارو د لا ښه پرمخ وړلو په موخه يې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.

محترم مولانا زیاته کړه، « د ادارې د نظم په ساتلو کې کوټلي ګامونه پورته او د خپلو امرینو اطاعت وکړئ او در سپارل شوي مسوولیتونه په پوره رېښتینوالی سره سرته ورسوئ.

 

جمادي الاول ۲۶/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS