د یوناما د دفتر له خوا د ننګرهار ولایت د زندان مسوولینو ته یو ورځینی ښوونیز سیمینار ترسره شو

news_admin
Wed, Dec 13 2023 10:46 AM
یونما

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا یوناما دفتر د بشري حقونو د برخې مسوولینو له لوري تېره ورځ، د دغه زندان امرينو او د توقيفخونو مسوولينو ته له زندانیانو او توقیفیانو سره د چارچلند، د ظرفیت لوړونې، د بشرې حقونو د اصولو او معیارونو د رعایت په اړه یو ورځینی ښوونیزسیمینار جوړ او په کې د یادو موضوعاتو اړوند ګټور معلومات وړاندې شول.
د ننګرهار ولايت د زندان رئيس محترم مولوي محمد مقتدا (حفيظ الله) په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې زیاته کړه چې د نوموړو کړنلارو په رڼا کې پوهاوی د دغه زندان له پرسونل او د توقیفخونو مسوولینو سره مرسته کوي چې په خپلو چارو کې عدالت په ښه توګه عملي  او کاري چارې لا غښتلې کړي.
دا راز، نوموړي دا ډول سیمینارونه د کارکونکو د وړتیاوو لوړونې په موخه مهم یادکړل او د یوناما له ادارې څخه یې د ورته نورو ګټورو پروګرامونو د پلي کولو غوښتنه وکړه.  

جمادي الاول ۲۹/ ۱۴۴۵ 
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS