د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست څخه راغلي پلاوي سره ولیدل

news_admin
Sun, Dec 17 2023 2:09 PM
معاونیت نظامی

په پیل کې د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د نظامي قطعې څخه معاینه وکړه او پرسونل ته یي سپارښتنه وکړه چې نظم او ډیسپلین مراعات او د زندان د خوندي  امنیت ساتلو په برخه کې خپلې هڅې لا زیاتې کړي.
وروسته د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست څخه راغلي څلور کسیز پلاوي چې مشري یې د نارینه وو د سلب ازادۍ په ځایونو د څارنې رئیس محترم مولوي محمد ايوب "اخندزاده" کوله ولیدل او د نوموړي زندان د اړوندو برخو د ارزونې په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر پلاوي ته د دوی د ارزونې په موخه د ښه راغلاست ترڅنک زیاته کړه:« د زندانونو چارو د سمون اداره تل په خپلو چارو کې بریالۍ ده او ویاړي چې ټولې اداري چارې یې وارزول شي چې په دې برخه کې در سره د تل په څېر ملګري یو څو ځینې نالیدلې تشې پیدا او ژر تر ژره یې ډکې کړو».  
دا راز، دغه پلاوي د دې زندان څخه د ارزونې په ترڅ کې د ښوونیزو او اصلاحي پروګرامونو، اداري او کاري شعباتو، روغتیایي، اعاشوي او اباتوي خدمتونو ترڅنګ د زندانیانو او توقیفیانو د بشري او اسلامي حقونو  د رعایتولو او د نوموړو د جرمي دوسیو پر وخت تعقیبولو ترخوا یو شمېر نورې برخې وارزولې.
همدا راز، محترم مولوي اخندزاده په مشرۍ پلاوي د یاد زندان د چارو ارزونه مثبته یاده کړه او له مسولینو څخه یې په زندان کې د غوره چوپړتیاوو د رامنځ ته کولو په هدف مننه وکړه.

جمادي الثاني۳/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS