د زندانونو چارو د سمون ادارې د مرکزي برخو نظامي پرسونل د منځنيو زده کړو د ښوونځي کچه شپې لېسې ته پورته شوه

news_admin
Sun, Dec 31 2023 2:57 PM
آغاز مکتب اشپی

د دغې ادارې د رهبرۍ او مسوولینو په هڅو د دې ادارې اړندو هغو نظاميانو ته، چې د ځینو ستونزو له امله یې عصري زده کړې نیمګړې پاتې وې څه موده وړاندې د منځنيو زده کړو شپې ښوونځی جوړ شو، خو د یادو نظامیانو د لېوالتیا، د زده کړو کچې او غوښتنې ته په کتو د نوموړي ښوونځي کچه رسماً شپې لېسې ته پورته شوه.
د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" په دې اړه د جوړو شویو مراسم پرمهال وویل، دوی د افغانستان د پوهنې محترم وزارت په همکارۍ یاد نظامي پرسونل لپاره د زده کړو د اسانتیاوو برابرولو په تکل دا لېسه د کابل څرخي پله د زندان د ګارنېزیون په انګړ کې رامنځته کړه او په خبره یې نوموړي نظامیان له دې وروسته کولی شي په کې تر دولسم ټولګي پورې خپلې زده کړې بشپړې کړي.
داراز، محترم مولوي سادات د یادې لېسې له زده کوونکو وغوښتل، چې دا دې د ځان لپاره یو غوره فرصت وګڼي او پر خپل وخت دې په ټولګیو کې حاضر وي.
همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس د دغې لېسې د ښوونکو د مخکنیو هڅو د ستاینې ترڅنګ وویل، هیله لري چې د زده کړو کیفیت لانور هم ښه شي.

جمادي الثاني-۱۷ / ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS