د غور د زندان امر د دغه ولایت د امربالمعروف و نهی عن المنکر له رئیس او مل پلاوي سره وکتل

news_admin
Mon, Jan 01 2024 2:44 PM
غور

محترم مفتي محمداسلم د غور ولایت د امربالمعروف او نهي عن المنکر له رئیس محترم مولوي ګل اقا "فاروق" او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او پر یو لړ مربوطه موضوعګانو یې خبرې اترې وکړې.
داراز، یاد پلاوي د دغه زندان له پرسونل سره په لیدنه کې له هغوی وغوښتل، چې خپلې چارې لا نورې هم د اسلامي قوانینو په رڼا کې ترسره او زندانیانو سره له ښو اخلاقو څخه کار واخلي، څو یې په خبره نوموړي په ښه روحیه بیا وروزل شي.
په ورته وخت کې، د غور ولایت د زندان مسوولینو هم نوموړي پلاوي ته ډاډ ورکړ، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې له لورې تل دوی ته په یاده برخه کې مختلف سیمینارونه ورکړل شوي او هڅه شوې، څو خپل مسوولیتونه په پوره امانتولۍ ترسره او له زندانیانو سره د نېک چلند په کولو سره هغوی د جرم له بیا تکرار څخه ډډه کولو ته راوبلي، چې دا خبره د یاد پلاوي د خوښۍ وړ وګرځېده او ویې ویل، دا ډول ښې کړنې به نه یواځې په زندانونو کې د زندانیانو د اصلاح او بیا ښې روزنې لامل شي، بلکې هغوی به دې ته وهڅوي چې بیا د شرعي اصولو او د ټولنې د نظم خلاف اعمال ترسره نه کړي. 

جمادي الثاني- ۱۸/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS