د فاریاب ولایت د زندان لپاره نوی رئیس په دنده وګومارل شو

news_admin
Wed, Jan 03 2024 3:49 PM
قاریاب

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا. د ریاست الوزرا د عالي مقام په منظورۍ د فاریاب ولایت د زندان د ریاست لپاره نوی رئیس په دنده وګومارل شو.
د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري"، د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" او د کورني تفتیش د رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي" په ګډون د یوه پلاوي په مشرۍ بغلان ته په رسمي سفر ولاړ او هلته محترم مولوي نعمت الله یې، چې مخکې د بغلان ولایت د زندان امر و د فاریاب د زندان ملکي او نظامي پرسونل او مسوولینو ته د نوي رئیس په توګه وروپېژاند او د مبارکۍ په ویلو سره یې ورته په چارو کې د بریا دعا وکړه.
داراز، د محترم مولوي محمدیوسف "مستري" د یادو مراسمو پرمهال خپلو خبرو کې وویل، « په ادارو کې تغییر او تبدیل د چارو د ښه والی او پرمختګ په موخه وي، نو موږ هم هیله لرو چې ښې لاسته راوړنې او پرمختګ ولرو».
همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس د دې زندان له پخواني رئیس ملا سردار بېګ څخه مننه وکړه، د هغه خدمتونه او فعالیتونه یې وستایل او له نوي رئیس څخه یې وغوښتل، چې د اړوندو چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره نه ستړې کېدونکو هلوځلو ته دوام ورکړي. 
په ورته وخت کې، د فاریاب ولایت نوي رئیس محترم مولوي نعمت الله د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه پر هغه د باور کولو او د دې زندان د مسوولیت سپارلو له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې موخه یې خپل هېواد ته خدمت کول دي، نو په دې برخه کې به د مشرانو اطاعت او ورسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره رېښتینولۍ او امانتدارۍ سرته رسوي.

جمادي الثاني-۲۰/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS