د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون په ۲۴مه ناسته کې د زندانیانو لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه خبرې اترې وشوې

news_admin
Wed, Jan 03 2024 3:20 PM
کمیسیون

ياده ناسته، چې نن(چهارشنبې) د زندانونو چارو د سمون ادارې د سرپرست او د ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د نظامي چارو د مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال مولوي اسدالله "مولانا"، د کشف او اوپراتیفي رئیس محترم مولوي عطا محمد "محمد"، له عدلي او قضايي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي ضیاالرحمن "سعید"، د نظامي ښوونې او روزنې د واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مولوي شرافت الله "حقاني" او د پالېسۍ او مسلکي چارو د معاونیت د دفتر امر محترم خلیل الله "بکتاش" په ګډون جوړه شوې وه، په کې د مرکز او ولايتونو د زندانونو اداري او تخنیکي چارو د څرنګوالي په اړه خبرې اترې وشوې.
داراز، په دې ناسته کې زندانیانو ته د اسانتیاوو برابرولو او د نوموړو د خوشې کولو د بهیر د څرنګوالي ترڅنګ، پر ځینو نورو اړتیا وړ مهمو موضوعګانو هم بحث، د نظرونو تبادله او لازمې پرېکړې وشوې.
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون د رامنځته کېدو موخه د ادارې د تشکيلاتو، ګومارنو او د چارو د سمون او اړوندو مهمو مسایلو څېړل، بحث او د اصولو او تقنيني اسنادو په رڼا کې پرېکړې کول دي.

جمادي الثاني- ۲۰/ ۱۴۴۵    
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړيکو امريت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS