د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي معاونیت دارکان رئیس او مل پلاوي د کابل ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې توقیخونې څخه لیدنه وکړه

news_admin
Sat, Jan 06 2024 9:45 AM
بغلان

د دغې ادارې د نظامي چارو معاونیت دارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" او مل پلاوي یې د کابل ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې توقیخونې څخه د لیدنې په ترڅ کې، له مسوولینو سره  د مربوطه موضوعګانو په هکله بحث وکړ.
همداشان، نوموړي د کابل ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې توقیخونې د خوړو (اعاشې)، اباتې، برېښنا او بېلا بېلې تعمیراتي او روغتیايي چارې وارزولې او د شتو ستونزو د حل لپاره یې له اړوندو مسوولینو سره سلا مشورې وکړې.
داراز، محترم مولانا د نوموړې توقیفخونې توقیفیانو سره هم له نږدې وکتل، د هغوی وضعیت یې وارزاوه او مسوولينو ته يې د هغوی لپاره د اسانتياوو پر زیاتولو او ستونزو او روا غوښتنو ته یې د رسېدنې لپاره لازمې لارښوونې وکړې.
په پای کې،  یاد پلاوي د نوموړې توقیفخونې امنیتي ټاورونه، قراولونه، پوستې او نورې امنیتي برخې هم ولیدلې او د توقیفیانو د لا خوندي امنیت په پار یې اړوندو مسوولین متوجه کړل .

جمادي الثاني۲۳/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS