د زندانونو چارو د سمون ادراې د دعوت او ارشاد رئیس د یادې ادارې د ملکي او نظامي پرسونل د دینې زده کړو له بهیر څخه لیدنه وکړه

news_admin
Mon, Jan 08 2024 3:30 PM
لارو

محترم مولوي صدیق الله "صدیقي" په داسې حال کې چې د دې ریاست یو شمیر نور مسوولین هم ورسره وو، د دغې ادارې د مرکزي برخې ملکي او نظامي پرسونل لپاره د دیني زده کړو له روان بهیر څخه لیدنه وکړه او د نوموړي پرسونل د پراخ ګډون له امله یې د خوښۍ په څرګندولو سره له هغوی وغوښتل، چې له دې طلايي فرصت څخه ډېره ګټه واخلي او ټولنې ته د ښه خدمت کولو لپاره خپل ځانونه په دیني او عصري زده کړو ښه سمبال کړي.
په ورته وخت کې، نوموړو ګډونوالو د یادې ادارې له مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ دوی ته د دیني زده‌کړو د برنامو پلي کول مثبت وګڼه او د ورته نورو ګټورو ښوونیزو او روزنیزو برنامو  پر دوام یې ټینګار وکړ.
په پای کې د دعوت او ارشاد ریاست مسوولینو له لورې د یاد بهیر پر ګډونوالو د لاښې هڅونې په موخه یو اندازه قرطاسیه هم وویشل شوه.

جمادالثاني- ۲۵/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS