د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د کابل ولایت د څرخي پله زندان د مراجعینو د اسنادو بشپړولو بهیر وارزاوه

news_admin
Tue, Jan 09 2024 1:56 PM
همدرد

محترم قاري عبدالله "همدرد" په داسې حال کې چې د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم عبیدالله "حقیق"، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي ضیا‌ءالرحمن"سعید" او  د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر امر خلیل الله "بکتاش" یې هم ملتیا کوله د دې ارزونې پرمهال، د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان ته د مراجعینو د عریضو او نورو اړوندو اسنادو له خنډ او ځنډ څخه د مخنیوي او په دې برخه کې د لانورو لازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه د یادې ادارې د مقام د دفتر، له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو، او یو شمېر نورو ریاستونو او د مرکزي مربوطه برخې څخه لیدنه وکړه.

داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د دغې ارزونې په ترڅ کې د اړوندو برخو مسوولینو ته زیاته کړه، « دا زموږ او ستاسو هم اسلامي وجیبه او هم کاري مسئولیت دی، چې د مراجعینو پیشنهادونو او عریضو ته پرخپل وخت رسېدنه وکړو، له هغوی سره ښه چلند وکړو او زه ډاډه یم چې د ادارې کارکوونکي ډېره هڅه کوي ترڅو چارې ژر او په اصولي توګه ترسره شي».

په ورته وخت کې، محترم قاري عبدالله "همدرد" دغه زندان ته له یوشمېر راغلیو مراجعینو سره هم ولیدل او نوموړو ته یې د ډاډ په ورکولو وویل، د زندانونو چارو د سمون اداره هڅه کوي چې په مرکز او ولایتونو کې د مراجعینو کارونه د تل په څېر پرته له کوم خنډ څخه مخته ولاړ شي او د عریضو او مربوطه اسنادو د مراحلو بشپړولو لپاره لانورې اسانتیاوې برابرې کړي.

               

جمادي الثاني- ۲۶/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS