د کندهار ولایت په زندان کې ۳۱ تنو محبوسینو د قرانکریم د تجوید دوره پایته ورسوله

news_admin
Sat, Jan 13 2024 2:34 PM
kandahar


د دغه زندان مسوولین وايي، زندانیانو ته د دیني زده کړو د برنامو او د قرانکریم د تکړه او ماهرو استادانو د هڅو پرمټ، د دې زندان د دیني مدرسې ۳۱ تنه محبوسین چې د قرانکریم قاریان هم وو، د تجوید د درسونو دوره پایته ورسوله. 
د یادو مسوولینو د معلوماتو پربنسټ، د نوموړو محبوسینو د فراغت او دستاربندۍ لپاره په زندان کې دننه یولړ پرتمین مراسم جوړ شوي وو، چې په کې د کندهار ولایت یوشمېر ديني عالمانو او د دغو محبوسینو د کورنۍ غړو او دوستانو هم ګډون کړی وو.
په ورته وخت کې، د مراسمو ویناوالو دې ۳۱ تنو محبوسینو قاریانو ته د فراغت مبارکي وویله او دا یې د هغوی لپاره د الله پاک(ج) له خوا یو لوی نعمت او رحمت یاد کړ.
داراز، ویناوالو د قرانکریم او په تجوید د هغه د تلاوت د اهمیت او ثواب په اړه خبرې وکړې او په تجویدي بڼه د قرانکریم تلاوت یې د ټولو مسلمانانو لپاره اړین وګڼل. 
همداشان، د یادو فارغانو محبوسینو قاریانو کورنیو او دوستانو د خوښۍ په څرګندولو سره وویل، « دا ډېر د خوشحالۍ ځای دی چې زموږ د کورنۍ غړي په زندان کې له دا ډول ګټورو برنامو څخه برخمنېږي، وخت یې بېځایه نه ضایع کېږي، د حبس موده یې د ثواب ترلاسه کولو کې او پرته له تشویش څخه تېرېږي او موږ د زندان له رهبرۍ څخه د مننې ترڅنګ، د نورو دا ډول دیني برنامو د عملي کولو غوښتنه هم کوو.»
د نوموړو مراسمو په پای کې، د کندهار ولایت په زندان کې د قرانکریم د تجوید د دورې یاد شمېر فارغو شویو محبوسینو ته د اعزاز پګړۍ پر سر او د خیر دعا ورته وشوه.

رجب المرجب ۱/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS