د نورستان ولایت د زندان د محبوسو میندو د ماشومانو لپاره یو وړکتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

news_admin
Sun, Jan 14 2024 10:45 AM
نورستان

د دغه ولایت د زندان د محبوسو میندو د ماشومانو لپاره یو وړکتون چې په مختلفو درسي او لوبیزو توکو سمبال دی، د (واک) موسسې له لوري د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د دې زندان یو شمېر ملکي او نظامي مسوولینو هم شتون درلود، چارې یې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
داراز، د یاد زندان مسوولینو په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د نوموړې موسسې له استازو څخه د خوښۍ ترڅنګ د یاد وړکتون د جوړولو چارې اړینې وبللې او ترخوا یې په نورو داخلي او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره په مختلفو برخو کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
په ورته وخت کې، د نورستان زندان مسوولینو د ښځینه محبوسینو او د هغوی کورنیو ته ډاډ ورکړ چې د دوی ماشومانو ته به د ښوونې او روزنې ترڅنګ په زندان کې  د ژوندانه غوره  اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

رجب المرجب۲/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS