د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د دې ادارې د وسایطو د ترمیم له تخنیکي ورکشاپ څخه ليدنه وکړه

news_admin
Sat, Jan 20 2024 12:36 PM
ورکشاپ

محترم مولوي محمد یوسف "مستري" د یادې ادارې د مقام د دفتر د رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د کورني تفتیش رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي"او شمېر نورو مسوولینو په ملتیا د دې لیدنه پرمهال، په نوموړي ورکشاپ کې د وسایطو د ترمیم د څرنګوالي په اړه له اړوندو مسوولینو او تخنیکي او فني کارکوونکو سره خبرې وکړې، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واوریدې او د حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
دا راز، محترم مولوي محمد یوسف "مستري" زیاته کړه، د دې ورکشاپ کارکوونکي باید د ادارې د وسایطو د ترمیم لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي، څو په ټرانسپورټي برخه کې خنډ رامنځته نه شي او چارو ته پروخت رسېدنه وشي او له لږو امکاناتو څخه ډېره ګټه پورته شي، چې نوموړو کارکوونکو د ادارې عمومي رئیس ته پر یادو لارښوونو د عمل کولو ژمنه وکړه. 

رجب المرجب – ۸/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS