د کابل ولایت د توقیفخونو رئیس د دغه ولایت د مرکزي توقیفخونې د اړوندو مسوولینو سره د زندانیانو د خوشې کولو بهير د نوې کړنلارې په اړه ناسته ترسره کړه

news_admin
Sat, Jan 27 2024 2:28 PM
توقیف

د کابل ولایت د توقیفخونو  رئیس محترم قاري محمدګل "جګرخون" د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي توقیفخونې له ملکي او نظامي امرینو، مدیرانو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د زندانیانو د خوشې کولود بهير د نوې کړنلارې په اړه د معلوماتو ترڅنګ یې په اړوندو  نورو مسایلو ورسره خبرې وکړې.
داراز، په دې ناسته کې د دغې توقیفخونې مسوولینو د خپلو کاري کړنو په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ، یو لړ غوښتنې او ستونزي د کابل ولایت د توقیفخونو رئیس سره شریکې کړې. 
په ورته وخت کې، محترم جګرخون د دې توقیفخونې د مسوولینو کړنې وستایلې او د کاري چارو د لاښه پرمخ وړلو په موخه يې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.
همداراز، نوموړي د یادې ناستې ګډونوالو ته په خبرو کې زیاته کړه: « د ادارې د نظم په ساتلو کې کوټلي ګامونه پورته، د خپلو امرینو اطاعت وکړئ او درسپارل شوي مسوولیتونه په پوره رېښتینوالۍ، د شرعي اصولو او تقنیني اسنادو په رڼا کې سرته ورسوئ». 

رجب المرجب ۱۵/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS