ولایتي خبرونه ( سرپل- کندوز- بامیان) د سرپل ولایت له ښځینه محیس او د کندوز ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکز سره د ژمنیو توکو مرسته وشوه

news_admin
Tue, Jan 30 2024 11:56 AM
ولایتی

د دغه ولایتونو  د یاد محبس او مرکز سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې یا یونیسف د ماشومانو د خوندیتوب برخې له لوري چې د ژمي لپاره تودې جامې، بوټونه، جمپرونه، جورابې او داسې نور لازم توکي شامل دي د نوموړو  مرکزونو مسوولینو ته وسپارل شول.
په ورته وخت کې، د دغو ولایتونو د زندان مسوولینو د یادې مرستندویه ادارې څخه د مننې ترڅنګ یادې مرستې اړینې و بللې او ویې ویل چې یاد توکې به په پوره امانتوالۍ او روڼه توګه په محجوزینو، ښځینه محبوسینو او د هغوی په ماشومانو  ووشي. 

د یو بل خبر له مخې، د بامیان ولایت د زندان مسوولینو تېره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندویه ماموریت "یوناما" د بشري حقونو د برخې له پلاوي سره ولیدل او د زندانیانو د ژوندانه د وضعیت، د هغوی د بشري حقونو د خوندیتوب او په نورو اړوندو موضوعاتو یې ورسره خبرې اترې وکړې.
د زندانونو چارو د سمون اداره تل هڅه کوي، څو زندانیانو او محجوزینو لپاره په زندانونو او د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې د خپلې مالي بودیجې او همکارو داخلي او نړیوالو بنسټونو په ملاتړ د ژوند غوره اسانتیاوې برابرې کړي.

رجب المرجب ۱۸/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو اوعامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS