ولایتي خبرونه(میدان وردګ- سمنګان- کندوز) د میدان وردګ، سمنګان او کندز ولایتونو له ښځینه محبسونو او د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزونو سره د ژمنیو توکو مرسته وشوه

news_admin
Wed, Jan 31 2024 3:22 PM
ولایتی

د نړیوالو بنسټونو له لوري د دې ولایتونو د ښځینه محبسونو او  د ماشومانو د  اصلاح او  روزنې له مرکزونو سره ژمنۍ ګرمې جامې، بوټونه، جمپرونه، جورابې او داسې نورو لازمو  توکو مرسته وشوه چې د یادو زندانونو د مسوولینو په وینا، یاد توکي یې په ښځینه محبوسینو او محجوزینو په روڼه توګه وویشل.
په ورته وخت کې، د دغه زندان مسوولینو د یادې مرستندویه ادارې څخه د مننې ترڅنګ یادې مرستې اړینې و بللې او په نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو یې غږ وکړ چې دې ژمي په سخت موسم کې د نوموړو لاسنوی او خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د یو بل خبر  له مخې دمیدان‌ وردک ولایت زندان مرستیال په مشرۍ پلاوي د دې ولایت د سید اباد ولسوالی د‌ توقیفخوني له مسوولینو سره ولیدل او په اړوندو  مسایلو ورسره خبرې وکړې.
داراز، پلاوي د یادې توقیفخونې د مسوولینو لاسته راوړنې او خدمتونه وستایل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې توقیفیانو سره ښه چلند ترڅنګ لازمې اسانتیاوې ورته برابرې کړي. 

رجب المرجب- ۱۹/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS