د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د سترې محکمې څخه راغلي پلاوي سره ولیدل

news_admin
Wed, Feb 07 2024 3:15 PM
استره محکمه

د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په داسې حال کې، چې د دې ادارې د عدلي او قضايي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق" هم شتون درلود، نن( چهارشنبې) د افغانستان د سترې محکمې څخه راغلي پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د بندیانو پر اړوندو مسایلو  یې بحث وکړ.
داراز، دواړو خواوو په یاده لیدنه کې، د ازادۍ سلب مرکزونو ته د تورنو او محکومینو د جذب، تسلیمۍ او ازادېدو په بهیر کې د محاکماتي چارو پر وړاندې د ننګونو او حل لارو په اړه له شرعي، حقوقي، مسلکي او تخنیکي اړخه هراړخیز بحث او نظرونه تبادله کړل.
د زندانونو چارو د سمون اداره تل هڅه کوي، څو د هېواد له عدلي او قضايي اورګانونو سره په همکارۍ  تورنو او محجوزینو دغې مهمې غوښتنې ته د رسېدنې، یعنې د دوسیو پروخت څېړلو لپاره لازمې حل لارې او اسانتیاوې برابرې کړي.

رجب المرجب- ۲۶/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS