د ننګرهار ولایت په زندان کې ١١٠ تنو محبوسینو د قرانکریم د تجوید دوره پایته ورسوله

news_admin
Tue, Feb 20 2024 2:42 PM
nanghar

د دغه زندان مسوولین وايي، زندانیانو ته د دیني زده کړو د برنامو او د قرانکریم د تکړه او ماهرو استادانو د هڅو پرمټ، د دې زندان د دیني مدرسې څخه ۱۰۶ تنه محبوسینو د تجوید او  څلور تنو نورو د حفظ دوره پایته ورسوله. 
د یادو مسوولینو د معلوماتو پربنسټ، د نوموړو محبوسینو د فراغت او دستاربندۍ لپاره په زندان کې دننه یولړ پرتمین مراسم جوړ شوي وو، چې په کې د ننګرهار ولایت یو شمېر ملکي او نظامي مسوولینو او ديني عالمانو ګډون کړی وو.
په ورته وخت کې، د مراسمو ویناوالو دې ۱۱۰ تنو محبوسینو قاریانو ته د فراغت مبارکي وویله او دا یې د هغوی لپاره د الله پاک (ج) له خوا یو لوی نعمت او رحمت یاد کړ.
داراز، ویناوالو د قرانکریم او په تجوید د هغه د تلاوت د اهمیت او ثواب په اړه خبرې وکړې او په تجویدي بڼه د قرانکریم تلاوت یې د ټولو مسلمانانو لپاره اړین وګڼه. 
د نوموړو مراسمو په پای کې، د ننګرهار ولایت په زندان کې د قرانکریم د تجوید او ناظرې د دورې یاد شمېر فارغو شویو محبوسینو ته د اعزاز پګړۍ پر سر او د خیر دعا ورته وشوه.

شعبان المعظم ۹/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS