د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه لیدنه وکړه

news_admin
Sun, Feb 25 2024 3:23 PM
پخمشدش

د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ دغه پلاوي له نوموړي مرکز څخه د دې لیدنې پرمهال لومړی د مرکز مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې او هغوی ورته له خپله اړخه د دې مرکز او محجوزینو لپاره د برابرو شویو امکاناتو، مرستو او لازمو خدمتونو په هکله بشپړ معلومات ورکړل، چې د پلاوي مشر یې تر اورېدو وروسته د خوښۍ په څرګندولو د هغو د لاښه والي لپاره ګټورې لارښوونې وکړې.

همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس او مل پلاوي یې د یاد مرکز له محجوزینو سره هم له نږدې ولیدل، د هغوی روا غوښتنې یې واورېدې او د رسېدنې په موخه یې د مرکز مسوولین متوجه کړل.

داراز، د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د محجوزو ماشومانو لپاره د زده کړو بهیر وارزاوه او په دې برخه کې یې د ښو لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ، مسوولینو ته د یادو ماشومانو لپاره د ښې او خوندي فضا د رامنځته کولو په هکله لازمې لارښوونې وکړې.

په پای کې، یاد پلاوي د دې مرکز د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي، برېښنا، تعمیراتي روغتیايي او صنعتي چارې، امنیتي پوستې، ټاورونه او قراولونه وارزول او د شتو ستونزو د حل لپاره یې اړوند مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

 

شعبان المعظم-۱۴/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS