د فاریاب ولایت د زندان رئیس په مشرۍ پلاوي د دې ولایت د اندخوی، قرمقول او شرین تګاب ولسوالیو له توقیفخونو څخه ليدنه وکړه

news_admin
Sun, Feb 25 2024 4:08 PM
noori

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د دې ولایت د زندان رئیس محترم مولوي نعمت الله زید په مشرۍ پلاوي د نوموړي ولایت اندخوی، قرمقول او شرین تګاب ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال یې له مسوولینو سره هم په اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

داراز، محترم مولوي زید په مشرۍ پلاوي د نوموړو ولسوالیو د توقیفخونو له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.

په ورته وخت کې، د فاریاب ولایت د زندان رئیس د یادو توقیفخونو له مسوولینو  او پرسونل سره په خبرو کې، د توقیفیانو سره د ښه چلند، اسانتياوو او د نورو ښو خدماتو د رامنځ ته کولو په موخه لازمې لارښونې وکړې.

 

شعبان المعظم ۱۴/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS