د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لورې د دې ولایت زندان سره د ۲۰۰ ټوکه کتابونو مرسته وشوه

news_admin
Mon, Feb 26 2024 4:15 PM
کندهار

د کندهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محترم مولوي انعام الله "سمنګاني" چې د یاد ریاست د هنر او فرهنګ امر او د عامه کتابتون عمومي مدیر هم ورسره وو، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د نوموړي ولایت له زندان سره د (۲۰۰) ټوکه بېلابېلو کتابونو مرسته وکړه.
د کندهار د زندان رئیس محترم مولوي محب الله "ګرمسېري" د دې مراسمو پرمهال د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس څخه مننه وکړه او ویې ویل:《 د کتابونو مرسته له معنوي اړخه ډېره ارزښتمنه ده》.
داراز، محترم ګرمسېري په خپلو خبرو کې له نورو کورنيو او بهرنيو بنسټونو څخه هم وغوښتل، څو د زندانیانو د سالمې بوختیا او د لا ښې روزنې او اصلاح لپاره له دوی سره ورته مرستې وکړي. 

شعبان المعظم ۱۵/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS