د سرپل د زندان مسوولينو د دغه ولايت د روغتیا رئیس او مل پلاوي سره وليدل

news_admin
Tue, Mar 05 2024 2:38 PM
ولایتی

تېره ورځ د سرپل د زندان مسوولینو د یاد ولایت د عامې روغتیا له رئیس محترم مولوي محمدحسن "نعماني" او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او پر مربوطه مسايلو، فعاليتونو او ستونزو يې ورسره خبرې اترې وکړې.
داراز، د سرپل د روغتیا رئیس په خپلو خبرو کې وويل، کوښښ کوي د یاد ولایت د زندانیانو لپاره په روغتیايي برخې کې مناسب امکانات برابر او په نږدې راتلونکې کې به د دغه زندان لپاره د روغتیايي خدمتونو د کيفيت ښه والي په موخه ګټور پلانونه پلي کړي.

شعبان المعظم ۲۳/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست     
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS