د پکتیا د زندان رئیس او مل پلاوي یې د دې ولایت د زرمت ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړه

news_admin
Sun, Mar 10 2024 2:44 PM

د دغه ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" او مل پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي ولایت د زرمت ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي د دغې ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.

د یو بل خبر له مخې، د میدان وردګ د زندان د رهبرۍ پلاوي د دې ولایت د سید‌اباد ولسوالۍ د توقیفخونې له مسوولینو سره ولیدل او نوموړو ته یې په خبرو کې د توقیفیانو د محکماتي چارو د لا اسانتيا او د نورو ښو خدمتونو د رامنځ ته کولو په موخه لازمې لارښونې وکړې.
داراز، یاد پلاوي د دې توقیفخونې له توقیفیانو سره هم لیدلي د هغوی ستونزې او غوښتنې یې له نږدې اورېدلي او د نوموړو غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو  د برارولو په هدف د دوی غږ تر ادارې پورې د رسوولو ژمنه وکړه. 

شعبان المعظم ۲۸/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS