د کندز ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز له محجوزینو سره د ۲۰ جوړو کالیو مرسته وشوه

news_admin
Mon, Apr 01 2024 1:58 PM
کندز

د کوچني اختر په رارسېدو سره سم د دې ولایت یو شتمن کس له لورې د یاد ولایت  د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز  په یو شمېر محجوزینو یوه یوه جوړه کالي وویشل شول .

په ورته وخت کې، د یاد مرکز مسوولینو د نوموړي کس څخه مننې ترڅنګ په خیریه بنسټونو او د دې ولایت په نورو شتمنو هم غږ وکړ چې د روژې په مبارکه میاشته کې د اړمنو کسانو لاسنېوی وکړي او د یاد مرکز له مجوزینو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

 

رمضان المبارک ۲۲/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS