د زندانونو چارو د سمون ادارې په دننه کې د نوي کابل بانک څانګه پرانیستل شوه.

news_admin
Thu, Apr 04 2024 2:00 PM
کابل بانک

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د ادارې مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د نظامي معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، مالي او حسابي رئیس محترم مشعل "حکمت" او د نوي کابل یو شمېر مسوولینو هم شتون درلود د یادې ادارې په دننه کې یې د پټې پرې کولو سره د نوي کابل بانک څانګه  پرانیستله.

داراز، د زندانونو چاور د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل بانک له مسوولینو څخه مننه وکړه چې د دوی غوښتنه یې ومنله او ادارې دننه یې د خپلو بانکي خدمتونو د لا چټکوالي په موخه څانګه پرانیستله.

محترم قاري بدر  زیاته کړه چې په دې سره به د زندانونو چارو د سمون ادارې ملکي او نظامي پرسونل به له زیاتو اسانتیاوو برخمن شي او په اسانۍ سره به خپل معاشونه اخلي.
د یادولو ده چې دغه څانګه درې تنه صرافان، یو مدیر او یو مرستیال لري چې دوی به د

د ادارې د پرسونل په خدمت کې خپلې چارې په سم ډول پرمخ وړي.

 

رمضان المبارک ۲۵/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS