د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د پروان ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
Tue, Apr 16 2024 2:13 PM
مشاور

د زندانونو چارو د سمون ادارې د سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په سپارښتنه، د ادارې د کورني تفتیش رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي" په مشرۍ ټاکل شوی پلاوی، تېره ورځ پروان ولایت ته تللی او د هغه ولایت له زندانه یې د لیدنې په ترڅ کې د زندان له رئیس محترم شیخ مولوي عبدالرحیم "احمد" او پرسونل سره د ځینو مربوطه موضوعګانو په هکله بحث کړی دی.

همداشان، یاد پلاوي د نوموړي ولایت د زندان کاري او اداري شعبې، خوړو(اعاشې)، اباتې او بېلا بېلې برخې ارزولي او د شتو ستونزو د حل لپاره یې له اړوندو مسوولینو سره سلا مشورې کړې دي.

پلاوي داراز، د نوموړي زندان بنديانو سره هم له نږدې کتلي، د هغوی وضعیت یې ارزولی او د زندان مسوولينو ته يې د بندیانو لپاره د اسانتياوو پر زیاتولو او د هغوی ستونزو او روا غوښتنو ته د رسېدنې لپاره لازمې لارښوونې کړې دي.

د محترم مولوي احمدي په مشرۍ ټاکل شوی پلاوی زیاتوي، دوی به د پروان ولایت د زندان د ارزولو په بهير کې هغه یاداښت کړې ستونزې، چې حل یې په اړوند ولایت کې امکان نه لري، د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ ته وړاندې کړي، څو یې په مرکز کې حللاره ولټول شي او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.

 

شوال المکرم ۷/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS