د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال او مل پلاوي يې د ادارې د بشري سرچینو ریاست او د پېژند د عمومي مدیریت له چارو څخه ارزونه وکړه

news_admin
Mon, Apr 22 2024 10:17 AM
معاونیت نظامی

د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په مشرۍ پلاوي په داسې حال کې چې د ادارې د کورني تفتیش رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي" او یو شمېر نور مسوولین هم ورسره وو، د یاد ریاست او مدیریت له مسوولینو او کارکونکو سره وليدل او د هغوی د کړنو او لاسته راوړنو په تړاو یې معلومات ترلاسه کړل.

په ورته وخت کې، پلاوي د یادې ارزونې په ترڅ کې اړوندو مسوولینو ته په خبرو کې زیاته کړه: «که په اداري چارې کې کارکونکي خپل مسوولیتونه پروخت او ښه ډول ادا کړي هم به د ادارې کامیابي وي او هم به د مراجعینو کارونه په خپل وخت سره ترسره شي چې دا مو د مسوولیت ترڅنګ هم دیني او هم ملي وجیبه ده».

داراز، پلاوي د ادارې د بشري سرچینو ریاست او پېژند عمومي مدیریت مسوولینو ته لارښوونه وکړه څو د حاضرۍ په برخه کې د قانون او اصولو مطابق په خپل ټاکل شوي وخت سره سم مخ ته لاړشي څو عدالت پلی، نظامي او ملکي  کارکونکي بې له کوم خنډ او زنډ څخه خپلو چارو ته رسېدنه وکړي.

دغه راز، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په وينا، د ادارې د اړوندو برخو له ارزونې څخه یې هدف د چارو ښه پرمخ وړل، د اصلاحاتو راوستل او د کارکونکو اصولي وړانديزونو ته په وخت رسېدنه ده.

 

شوال المکرم ۱۳/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS