د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د غزني ولایت د زندان ارزونه وکړه

news_admin
Tue, May 14 2024 11:02 AM
غزنی

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" او مل یوه پلاوی غزني ته ولاړ او د یاد ولایت د زندان له مسوولینو سره د کتنې پرمهال  يې پر اړوندو مسایلو بحث وکړ.

په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي غزني ولایت د زندان له زندانیانو سره ولیدل او هغوی ورسره د خپلو جرمي دوسیو پروخت څېړلو او د برخلیک روښانه کولو په اړه خپلې غوښتنې شریکې کړې، چې د پلاوي مشر ورته د رسېدنې ډاډ ورکړ.

داراز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر په مشرۍ پلاوي د پرسونل او زندانیانو لپاره د خوړو(اعاشې)، اباتې، پخلنځي، صنعتي او روغتیایې برخو څخه د لیدنې ترڅنګ یې د دې زندان د امنیتي ټاورونو، قراولونو، پوستو او نورو امنیتي برخو وضعیت له نږدې وارزاوه او  د زندانیانو لا خوندي امنیت په پار یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

د یادونې وړ بولو چې د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولین، د مرکز او ولایتونو له زندانونو او بندیانو څخه په دوامداره توګه لیدنه کوي، څو د امنیتي او نورو برخو وضعیت یې وارزوي او ستونزو ته یې په وخت رسېدنه وکړي.

 

ذوالقعدة الحرام ۵/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS