د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي زابل ولایت ته سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي سره ولیدل

news_admin
Tue, May 14 2024 12:12 PM
زابل

د دې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله " بدر" په مشرۍ پلاوي په داسې حال کې چې یو شمېر نور مسوولین هم ورسره وو زابل ته په سفر ولاړ او هلته یې د دې ولایت والي او د زندان له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

داراز، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي، د دې ولایت د زندان ملکي او نظامي پرسونل، محبوسینو، او محجوزینو سره په جلا جلا توګه ولیدل د هغوي ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د نوموړو ستونزو او غوښتنو ته په وخت رسېدنه وکړي.

داراز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" او مل پلاوي یې د دغه زندان د پرسونل او زندانیانو لپاره د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي، صنعتي او روغتیایې برخو څخه د لیدنې ترخوا یې د امنیتي ټاورونو، قراولونو، پوستو او نورو امنیتي برخو وضعیت له نږدې وارزاوه او د امنیتي تدابیرو لا ښه والي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

همدا راز، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله  بدر د زابل ولایت له والي محترم مولوي حزب الله "افغان"سره هم وکتل او د دې ولایت د زندان پر اړوندو مسایلو یې ورسره خبرې وکړې چې محترم والي د زندانونو چارو د سمون ادارې پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د دې ولایت د زندان د مسوولینو له لوري زندانیانو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د هڅو ستایلو ترڅنګ د دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

ذوالقعدة الحرام ۵/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS