د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه لیدنه وکړه

news_admin
Thu, May 16 2024 10:05 AM
مرکز اصلاح

د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي له نوموړي مرکز څخه د لیدنې پرمهال لومړی د دې مرکز له رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري" سره  پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې او هغه ورته له خپله اړخه د دې مرکز او محجوزینو لپاره د برابرو شویو امکاناتو، مرستو او لازمو خدمتونو په هکله بشپړ معلومات ورکړل، چې د پلاوي مشر یې تر اورېدو وروسته د خوښۍ په څرګندولو د هغو د لاښه والي لپاره ګټورې لارښوونې وکړې. 
همداشان، د دې ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس او مل پلاوي یې د یاد مرکز له محجوزینو سره هم له نږدې ولیدل، د هغوی روا غوښتنې یې واورېدې او د رسېدنې په موخه یې د دې مرکز مسوولین متوجه کړل.
داراز، د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د محجوزو ماشومانو لپاره د زده کړو بهیر وارزاوه، د یاد مرکز له لورې د نوي کمپیوټر لیب پر فعالېدو یې خوښي څرګنده کړه او په دې برخه کې یې د ښو لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ، مسوولینو ته د یادو ماشومانو لپاره د ښې او خوندي فضا د رامنځته کولو په هکله لازمې لارښوونې وکړې. 
په پای کې، یاد پلاوي د دې مرکز د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي، برېښنا، تعمیراتي روغتیايي او صنعتي چارې، امنیتي پوستې، ټاورونه او قراولونه وارزول او د چارو د لا ښوالي په اړه یې اړوند مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې. 

ذوالقعدة الحرام ۷/ ۱۴۴۵ 
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS