د مرکزي زندان زندانیانو لپاره د کتاب دوه ورځینی نندراتون جوړېږي

news_admin
Sat, May 18 2024 9:10 AM
اطلاعات فرهتک

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" نن(پنجشنبې) د اطلاعاتو او کلتور وزارت له یوه درې کسیز پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
نوموړي پلاوي وویل، دوی غواړي د کتاب د اونۍ په ویاړ د کابل ولایت د څرخي پله زندان کې د زندانیانو د فکري جوړښت، دیني پوهې زیاتولو، او په دې وروستیو کې د ا.ا.ا. د مثبتو فعالیتونو، هڅو او هېواد ته یې د ترسره کړو خدمتونو په اړه د چاپ شویو کتابونو دوه ورځینی نندارتون پرانیزي.
په ورته مهال، د ادارې د نظامي چارو مرستیال له یاد پلاوي سره په خبرو کې د هغوی دا هڅه او په زندان کې د کتاب د مطالعې د فرهنګ لاښه دودول یو مثبت ګام وباله او پلاوي سره یې د ادارې په استازیتوب په دې برخه کې د هر راز همکارۍ او اسانتیاوو برابرولو ډاډ وکړ.

ذوالقعدة الحرام ۹/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS