د میدان وردګ ولایت په زندان کې له درې میاشتني روزنیز او مسلکي کورس څخه (۲۰) تنه نظامي پرسونل فارغ شول

news_admin
Mon, May 20 2024 3:13 PM
میدان وردک

د نوموړي زندان امر محترم مولوي صلاح الدین په دې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال وویل، یاد کورس کې د دې زندان نظامي او امنیتي پرسونل ته د بندیانو د ساتلو، محکمو ته د هغوی د لېږدولو، د بندیانو د بلوا او شورش د کابو کولو، د زندانیانو د انساني او شرعي حقونو رعایتولو او د نظامي نظم او ډېسپلین په پام کې نیولو اړوند لازمې مسلکي زده کړې او روزنې ورکړل شوې. 
داراز، د نوموړي کورس ښوونکو او روزونکو د خوښۍ په څرګندولو سره یاد کورس د میدان وردګ ولایت د زندان د امنیتي او نظامي پرسونل د وړتیا لوړلو لپاره یو مثبت ګام وباله او له هغوی یې مننه وکړه چې په ډېرې لېوالتیا یې په دې کورس کې ګډون وکړ.
د دغو مراسمو په پای کې یادو فارغانو ته ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې. 

ذوالقعدة الحرام/۱۱/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS