د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس په جینوا کې د سره صیلب نړېوالې کمیټي د نړیوالو زندانونو د څار مسوول او د سره صلیب کمېټې له مشرې سره و کتل

news_admin
Wed, May 22 2024 3:26 PM
رییس عمومی

محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په خپل کاري دفتر کې چې د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د مقام حقوقي سلاکار محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د تعمیراتو رئیس محترم مولوي عبدالرحمان او د اقتصادي برنامو رئیس محترم ډاکټر سید احمد "اسحاقزی" هم ورسره وو، په جینوا کې د سره صیلب نړېوالې کمیټي د نړیوال زندانونو د څار مسوول ښاغلي تیري "کیټ" او  د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ای سي ار سي) له مشرې اغلې کاتارینا "ریټز" په مشرۍ پلاوي سره په کتنه کې د دواړو لوریو پرخپلمنځي همغږۍ زیاتولو، یو له بل سره په کډو همکاریو، تخنیکي مرستو ، د زندانیانو د روغتیا او د هغوی اعاشې او اباتې په اړه ورسره بحث وکړ.

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف مستري د یادې کتنې په ترڅ کې په جینوا کې د سره صیلب نړېوالې کمیټي د نړیوالو زندانونو د څار مسوول او  د ای سي ار سي له مخکینیو مرستو مننه وکړه او هیله مندي یې وښوده چې په هېواد کې نورې ملي او نړیوالې مرستندویه موسسې دې هم له دغې ادارې سره د مرستو او کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د کړو ژمنو عملي کولو بهیر چټک کړي.

داراز، په جینوا کې د سره صیلب نړېوالې کمیټي د نړیوالو زندانونو د څار مسوول او د  سره صلیب نړیوالې کمېټې پلاوي هم د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او له دغې ادارې څخه یې د نوموړې کمېټې له خوا زندانیانو او زندانونو ته په شفافه توګه د مرستو رسولو او ویشلو لپاره د همغږۍ او زمینې برابرولو په موخه خوښي څرګنده کړه.

 

ذوالقعدة الحرام ۱۳/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS